د ارزاقو دولتي شرکت د سل سلنه انتفاعي شرکت په توګه فعالیت کوي چې له پیله تر دا مهاله یې د اړتیا وړ خوراکي توکو د زیرمو په درلودلو سره د احتمالي قحطي د مخنیوي، په بازار کې د خوراکي توکو د قیمتونو د کنټرول، د کروندګرو د اضافي حاصلاتو پېرلو او د اړتیا وخت کې یې د صالحه مقاماتو د هدایت او احکامو په اساس د وېشلو برخه کې لازم اقدامات تر سره کړي دي او په هر وخت او زمان کې د خدمت وړ ګرځیدلی او خپل اغېزمنتوب یې ثابت کړی.
په اوسنیو شرایطو کې هم شرکت خپل موقف ساتلی، په مرکز او ولایاتو کې یې د هیواد د ټولو پوهنتونونو د لیلیو خوراکي توکي قرارداد په ښه توګه اکمال کړئ، همدارنګه د کورنیو چارو وزارت اړوند د مرکز او ولایاتو د امنیه قومندانیو د حبوباتو اکمال هم په کمه موده او لوړ کیفیت تر سره کړی چې د ذکر شویو خدماتو په تر سره کولو سره یې دولتي ادارې د قراردادونو په تطبیق کې له لاس په لاس کیدو ژغورلي.
د ارزاقو دولتي شرکت دنده لري چې د ټولو ادارو د اړتیا وړ خوراکي توکي د احصایې په درلودو سره تدارک، اکمال او زیرمه کړي او په معلوم وخت کې یې د ثابتو او استراژیکو زیرمو په درلودو سره مارکیټ ته وړاندې کړي؛ تر څو د قیمتونو د لوړوالي مخنیوی وشي.
همدارنګه د شرکت جایدادونه د توان تر حده له غصب او خرابیدو ساتل شوي او د خصوصي پانګهوالو په جذب سره په مرکز او ولایاتو کې په یو شمېر جایدادونو تجارتي او د استوګني ودانۍ رغول شوي.