د شرکت اجرائیوي رئیس پیغام؛

د ارزاقو دولتي شرکت د سل سلنه انتفاعي شرکت په توګه فعالیت کوي چې له پیله تر دا مهاله یې د اړتیا وړ خوراکي توکو د زیرمو په درلودلو سره د احتمالي قحطي د مخنیوي، په بازار کې د خوراکي توکو د قیمتونو د کنټرول، د کروندګرو د اضافي حاصلاتو پېرلو او د اړتیا وخت کې یې د صالحه مقاماتو د هدایت او احکامو په اساس د وېشلو برخه کې لازم اقدامات تر سره کړي دي او په هر وخت او زمان کې د خدمت وړ ګرځیدلی  او خپل اغېزمنتوب یې ثابت کړی.

په اوسنیو شرایطو کې هم شرکت خپل موقف ساتلی، په مرکز او ولایاتو کې یې د هیواد د ټولو پوهنتونونو د لیلیو خوراکي توکي قرارداد په ښه توګه اکمال کړئ، همدارنګه د کورنیو چارو وزارت اړوند د مرکز او ولایاتو د امنیه قومندانیو د حبوباتو اکمال هم په کمه موده او لوړ کیفیت تر سره کړی چې د ذکر شویو خدماتو په تر سره کولو سره یې دولتي ادارې د قراردادونو په تطبیق کې له لاس په لاس کیدو ژغورلي.

د ارزاقو دولتي شرکت دنده لري چې د ټولو ادارو د اړتیا وړ خوراکي توکي د احصایې په درلودو سره تدارک، اکمال او زیرمه کړي او په معلوم وخت کې یې د ثابتو او استراژیکو زیرمو په درلودو سره مارکیټ ته وړاندې کړي؛ تر څو د قیمتونو د لوړوالي مخنیوی وشي.

همدارنګه د شرکت جایدادونه د توان تر حده له غصب او خرابیدو ساتل شوي او د خصوصي پانګه‌والو په جذب سره په مرکز او ولایاتو کې په یو شمېر جایدادونو تجارتي او د استوګني ودانۍ رغول شوي.

 

پراختیا

د اصولو پر بنسټ د خوړو او نورو اړینو توکو د راټولولو، رسولو او ذخیره کولو او پلورلو لپاره د خدماتو وده او پراختیا.

ګټورتوب، موثریت او خوندیتوب

د ټولنې او بازار غوښتنې لخوا د اړتیا وړ خواړو او نورو توکو چمتو کولو ، ذخیره کولو او رسولو معیاري خدمات ترسره کول

د ګټو ترلاسه کول او د شرکت مالي بنسټ پیاوړي کول

د ملي پراختیا، اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ اهدافو ته د رسیدو لپاره د شرکت د ګډون لپاره اساس چمتو کول

د خوراکي توکو رسولو کې اغیزمن او خوندي خدمتونه

د ارزاقو دولتي شرکت پراختیایي پلانونه:

دولتي او غیردولتي موسسو ته د خوراکي توکو د رسولو په برخه کې په هیواد کې یوازینۍ معتبره، اغیزمنه او خوندي اداره ده.

د شرکت لرلید (Vision)

د دولتي او غیر دولتي ادارو لپاره د غذایي موادو د تأمین یوازنۍ، معتبره او خوندي مرجع

د پانګونې وده

ماموریت: (Mission)

د ارزاقو دولتي شرکت دولتي ادارو، غیر دولتي ادارو او د ټولني مختلفو قشرونو ته د غذایي توکو د بهترینو، پر وخت، مؤثرو او خوندي خدماتو وړاندې کوونکی شرکت دی او په هر وخت کې یې یاده برخه کې ارزښتمن خدمات په مختلفو ډولونو وړاندې کړي. همدارنګه دولتي ادارې د لمړنیو غذایي موادو د تهیه کولو په برخه کې له څو لاسۍ خلاص او د ارزاقو دولتي شرکت دنده لري چې د ټولو ادارو او نهادونو اړتیاوې د احصایې له را ټولولو وروسته د غذایي موادو په برابرولو، تورید او زیرمه کولو له لارې پوره کړي. په معلوم او لازم وخت کې د ثابتو او استراتیژیکو زیرمو په موجودیت کې بازار ته د غذایي موادو په وړاندې کولو د قیمتونو لوړیدل کنټرول او همدارنګه دولتي کارمندانو ته د لمړنیو غذایي توکو په وېشلو سره کولای شي بازار ته د مراجعه کوونکو خلکو د پام وړ شمېر تمویل کړي چې د قیمتونو د ثابت پاتې کیدو ستر لامل کیدای شي.

Sl

موږ سره اړیکه ونیسئ

د اړتیا په وخت کې له مونږ سره په اړیکه شئ.

د ارزاقو دولتی شرکت د هیواد په 34 ولایاتو کې نمایندګي، هنګر، ګدام او بنسټیز ملکیتونه لري. چي د مختلفو توکو لکه اوړه، غوړي، بوره، چاي، د کالیو پرېمنځلو پوډر او نورو  د اړتیا وړ توکي  وارد او برابروي.

پته: د مرکزي سیلو څنګ ته – دریمه ناحیه کابل، افغانستان
Home 3 Contact Form

د خوراکي توکو د واردولو په اړه د ارزاقو دولتي شرکت اسانتیاوې

 

دارزاقو دولتي شرکت په مرکز او ولایتونو کي د خوراکي توکو د زېرمه کولو لپاره د ګدامونو، هنګرونو، دوکانونو، تپیک مغازو، په لرلو او دې برخه کې د کافي تجربې او تخصص په در لودلو سره د وارداتو، د توکو زېرمه کولو، او ویش په برخو کې د دولتي اداراتو دموجوده پرسونل لپاره، د موجوده پانګې په لاس لرلو سره کولی شې چې نوموړي پروسه پر مخ یوسي.