د ارزاقو دولتي شرکت د اجراییوي کمیټې غونډه د چهار شنبې ورځ د 1402/03/10 نیټی د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د یاد شرکت د اجرائیوي رئیس محترم مولوي عبدالرزاق رفیع په مشرۍ او د شرکت د اجرائیوي کمیټې د محترمو غړو، مسؤلینو او د څانګو مدیرانو په ګډون جوړه شوه.

د ارزاقو دولتي شرکت د اجراییوي کمیټې غونډه د چهار شنبې ورځ د 1402/03/10 نیټی د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د یاد شرکت د اجرائیوي رئیس محترم مولوي عبدالرزاق رفیع په مشرۍ او د شرکت د اجرائیوي کمیټې د محترمو غړو، مسؤلینو او د څانګو مدیرانو په ګډون جوړه شوه.

لومړی د ارزاقو دولتي شرکت اجرائیوي رئیس محترم مولوي عبدالرزاق رفیع د اجرائیوي کمیټې د پرېکړو د تطبیق په اړه له اړوندو مسوولینو څخه معلومات ترلاسه کړل، ورپسې د اړوندو څانګو مسوولینو د خپلو فعالیتونو او دندو په اړه معلومات ورکړل، تر څو د عوایدو د زیاتوالي او ګټورتوب په برخه کې لا ښه هڅې وکړي.

په دې ناسته کې د اجنډا له مخې په ننګرهار ولایت کې د دغه دفتر د ملکیت د څلور پوړیز سوداګریز مارکېټ د قرارداد د ارزونې، د ټرانسپورټي ستونزې د حل په موخه د یاد شرکت د اجرائیوی رئیس د پرېکړې له مخې د دوه عرادو موټرو د تدارک او پېرلو، د یاد شرکت د بنسټیز مرکز د قرارداد د ارزونې او د شرکت د بنسټیز مرکز د فعالیت د قرارداد په اړه د نظر تبادله وشوه. په مرکز کابل او همدارنګه په مرکز او ولایتونو کې د املاکو له قراردادیانو څخه د پاتې شونو عواید د ترلاسه کولو په موخه د عواید راټولولو، د شرکت د بنسټیزو فعالیتونو لپاره د کاري پلان ترتیب او د بشري، مالي او تدارکاتي سرچینو د تبادلې په نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

د غونډې په پای کې محترم مولوي عبدالرزاق رفیع د اړونده ادارو مسوولینو ته په خپلو کاري چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د خپلو کاري چارو د لا ښه والي لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *