د ارزاقو دولتي شرکت اجرائیوي رئیس محترم مولوي عبدالرازق رفیع د یووه کاري سفر په ترڅ کې د کنر ولایت د سید جمال الدین افغان پوهنتون د خوراکي توکو د اکمال قرارداد د جریان د نظارت او ارزیابي په موخه په کنر ولایت کې د ارزاقو دولتي شرکت له جایدادونو لیدنه وکړه.

د ارزاقو دولتي شرکت اجرائیوي رئیس محترم مولوي عبدالرازق رفیع، د املاکو آمر  فضل محمد صالح او د اجرائیه عمومي مدیر محترم شیر الله عمر  د دو‌شنبې په ورځ د سنبلي د میاشتي په شلمه نېټه د یووه کاري سفر په ترڅ کې د کنر ولایت د سید جمال الدین افغان پوهنتون د خوراکي توکو د اکمال قرارداد د جریان د نظارت او ارزیابي په موخه په کنر ولایت کې د ارزاقو دولتي شرکت له جایدادونو لیدنه وکړه.
په دې سفر کې محترم مولوي عبدالرازق رفیع د یاد پوهنتون د خوراکي توکو د اکمال او اړوندو مسایلو په هکله هر اړخیزي خبرې وکړې، د سید جمال الدین افغان پوهنتون رهبري د ارزاقو دولتي شرکت له پر وخت او باکیفیته خدماتو خوښي وښووده او د شرکت د لا ښه فعالیت لپاره یې خپل وړاندیزونه او نظرونه د شرکت له اجرائیوي رئیس سره شریک کړل.
همدا شان محترم مولوي عبدالرازق رفیع د کنر پوهنتون د رهبري د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته وعده وکړه چې په راتلونکي کې به د خوراکي توکو د اکمال په برخه کې د دوئ نظریات او وړاندیزونه په نظر کې نیول کیږي او هڅه به کیږي چې د خوراکي توکو اکمال له دې نه هم په ښه توګه تر سره شي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *