د ارزاقو دولتي شرکت اجرائیوي رئیس محترم مولوي عبدالرازق رفیع او ورسره پلاوي د هیواد شرق زون ولایتونو ته د سفر په لړ کې د ننګرهار ولایت د پوهنتون لیلیې څخه د خوراکي توکو د اکمالاتو له جریان نه لیدنه وکړه.

د ارزاقو دولتي شرکت اجرائیوي رئیس محترم مولوي عبدالرازق رفیع او ورسره پلاوي محترم شیرالله عمر د اجرائیه عمومي مدیر، محترم فضل محمد صالح د املاکو آمر او محترم عبدالاحد شریفي د تدارکاتو او خرڅلاو آمریت د قراردادونو د آسانتیا مدیر د شنبې په ورځ د روان کال د عقرب میاشتې په شپږمه نېټه د هیواد شرق زون ولایتونو ته د سفر په لړ کې د ننګرهار ولایت د پوهنتون لیلیې څخه د خوراکي توکو د اکمالاتو له جریان نه لیدنه وکړه.

په دې سفر کې محترم مولوي عبدالرازق رفیع او ورسره مل پلاوي د ننګرهار پوهنتون له رئیس سره د یاد پوهنتون د لیلیې د خوراکي توکو د قرارداد او اکمالاتو په هکله تفصیلي لیدنه او هر اړخیز مجلس تر سره کړ، د ننګرهار پوهنتون رهبري د خوراکي توکو په برخه کې د ارزاقو دولتي شرکت له خدماتو پوره رضایت وښوود او زیاته یې کړه چې د پوهنتون لیلیې ته د خوراکي توکو اکمالات د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د شرطنامې او وضع شویو اصولو مطابق تر سره کیږي او د خوراکي توکو د اکمالاتو او کیفیت په  برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه تر سترګو کیږي.

د جلسې په پای کې د ارزاقو دولتي شرکت د خدماتو د لا ښه کیدو په موخه د ننګرهار پوهنتون رهبري خپل وړاندیزونه او مشورې د ارزاقو دولتي شرکت له رئیس او پلاوي سره شریک کړل.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *