د ارزاقو دولتي شرکت اړوند جایدادونو د تثبیت او قیمتایښودنې لپاره ټاکل شوي ګډ هیئت د یکشنبې په ورځ په (1402/04/18 ) نېټه بامیان ولایت ته سفر وکړ، د بامیان ولایت کې یې د ارزاقو دولتي شرکت له جایدادونو لیدنه وکړه او د ټولو جایدادونو د تثبیت او قیمت ګذاري چاري یې د مختلفو ارګانونو لخوا (د مالیې، اقتصاد او ښار جوړوني محترمو وزارتونو) ټاکل شوي نمایندهګانو او محترم الحاج فضل محمد صالح د ارزاقو دولتي شرکت املاک آمر په حضور کې تر سره شوې.