د ارزاقو دولتي شرکت تجارتی معاون محترم محمد امین صاحب زاده او ورسره پلاوي محترم جان محمد عمری د پروژاتو د تطبیق آمر  د قراردادونو د آسانتیا مدیر د سه شنبې په ورځ د روان کال د عقرب میاشتې په نهمه نېټه د هیواد شمال زون ولایتونو ته د سفر په لړ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایاتو د پوهنتون لیلیې د خوراکي توکو د اکمالاتو له جریان نه لیدنه وکړه.

په دې سفر کې محترم محمد امین صاحب زاده  او ورسره مل پلاوي د پروان، کاپیسا او پنجشیر پوهنتونونو له  رئیسانو سره د یاد پوهنتونونو د لیلیې د خوراکي توکو د قرارداد او اکمالاتو په هکله تفصیلي لیدنه او هر اړخیز مجلس تر سره کړ، د یاد پوهنتونونو رهبري د خوراکي توکو په برخه کې د ارزاقو دولتي شرکت له خدماتو پوره رضایت وښوود او زیاته یې کړه چې د یاد د پوهنتونونو لیلیې ته د خوراکي توکو اکمالات د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د شرطنامې او وضع شویو اصولو مطابق تر سره کیږي او د خوراکي توکو د اکمالاتو او کیفیت په  برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه تر سترګو کیږي.

د جلسې په پای کې د ارزاقو دولتي شرکت د خدماتو د لا ښه کیدو په موخه د شمالي ولایاتونو پوهنتون رهبري خپل وړاندیزونه او مشورې د ارزاقو دولتي شرکت له تجارتی معاون او پلاوي سره شریک کړل.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *