د ارزاقو دولتي شرکت د اجرائیوي کمیټې غونډه د چهارشنبې په ورځ د 31/03/1402 نیټه د ارزاقو دولتي شرکت د اجرائیوي رئیس محترم مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ د دغه شرکت په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.

د ارزاقو دولتي شرکت د اجرائیوي کمیټې غونډه د چهارشنبې په ورځ د 31/03/1402 نیټه د ارزاقو دولتي شرکت د اجرائیوي رئیس محترم مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ د دغه شرکت په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.

په دې کتنه کې چې د دغه شرکت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي مطیع الله مجروح او د شرکت نورو مسؤلینو او مدیرانو هم حضور درلود، د شرکت د رهبرۍ، څارنې او ارزونې په اړه د شرکت د اړوندو مسوولینو په استازیتوب مفصل راپور وړاندې کړ. ورپسې د څانګو مسوولینو هم د خپلو دندو په اړه لازم توضیحات ورکړل.

د ارزاقو دولتي شرکت اجرائيه رئیس د ادارې او مدیریتونو د کاري راپور د اورېدو پرمهال د چارو د پرمخ بیولو په برخه کې له ترسره شویو هڅو مننه او قدرداني وکړه. دغه راز په ياده شوې غونډه کې د غونډې له اجنډا سره سم د اړوندو څانګو له لوري د پرمختګ او کاري وړانديزونه وړاندې شول. په دې وروستیو کې د ارزاقو دولتي شرکت اجرائیوي رئیس د دغه شرکت کارکوونکو ته د ورسپارل شویو دندو د ترسره کولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *