د ارزاقو دولتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ میاشتي په اوله نېټه د سهار په 10:00 بجو د محترم حمیدالله عبداللهی د مدیره پلاوي د رئیس تر ریاست لاندي، د مالیې محترم وزارت د نماینده او د شرکت د مدیره پلاوي د غړو په ګډون د شرکت د جلساتو په خونه کې دایره شوه.

د ارزاقو دولتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه دایره شوه؛
د ارزاقو دولتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ میاشتي په اوله نېټه د سهار په 10:00 بجو د محترم حمیدالله عبداللهی د مدیره پلاوي د رئیس تر ریاست لاندي، د مالیې محترم وزارت د نماینده او د شرکت د مدیره پلاوي د غړو په ګډون د شرکت د جلساتو په خونه کې دایره شوه.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل او ور پسې د شرکت اجرائیوي رئیس محترم مولوي عبدالرازق رفیع د شرکت د کړنو، لاسته‌راوړنو او تر کار لاندي طرحو په هکله د اجنډا مطابق خبرې او معلومات وړاندې کړل.
په دې ناسته کې:
د اساسنامې مطابق د شرکت سهامي پانګي د تفاوت منظوري،
د شرکت د سهامي پانګي د زیاتوالي منظوري،
د 1400 کال مخکي قراردادیانو تضمینات د هغوئ د باقیداري حساب کې ګرځولو،
د داخلي خوراکي توکو د زېرمه کولو او ګاونډي هیوادونو نه د خوراکي توکو د واردولو،
په مرکز کابل کې د خوراکي توکو لمړنۍ دولتي مغازې جوړولو،
په ولایاتو کې د شرکت اړوند مدیریتونو ته د فرنیچر د پېرلو،
په مرکز او ولایاتو کې د شرکت په جایدادونو د پانګونې د طرحې د منظوري او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله بحث تر سره او په اړه یې لازمي پریکړې وشوې.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *