د ارزاقو دولتي شرکت د کاري پلان سره سم د تخار پوهنتون لیلیې لپاره د خوراکي توکو د اکمالاتو نه د نظارت او څارنې په موخه ټاکل شوی پلاوی د یکشنبیې په ورځ د روان کال د عقرب میاشتې په اوومه نېټه د تخار ولایت ته ورسید.
ټاکل شوي پلاوي د تخار پوهنتون د مالي او ادراي مرستیال سره یاد پوهنتون ته د خوراکي توکو د اکمالاتو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې، د تخار پوهنتون رهبري د خوراکي توکو په برخه کې د ارزاقو دولتي شرکت له خدماتو په پوره توګه رضایت وښوود او د ارزاقو دولتي شرکت د خوراکي توکو په برخه کې د خدماتو د لا ښه کیدو په موخه یې خپل وړاندیزونه او مشورې د ارزاقو دولتي شرکت له استول شوي پلاوي سره شریکې کړې.