د ارزاقو دولتي شرکت د کاري پلان سره سم د کندهار جامع ابراهیم النخعی مدرسي لپاره د خوراکي توکو د اکمالاتو نه د نظارت او څارنې په موخه ټاکل شوی پلاوی د سه شنبې په ورځ د روان کال د عقرب میاشتې په نهمه نېټه د کندهار ولایت ته ورسید.
ټاکل شوي پلاوي د کندهار جامع ابراهیم النخعی مدرسي د مالي او ادراي مرستیال سره یاد مدرسي ته د خوراکي توکو د اکمالاتو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې، د یاد مدرسي رهبري د خوراکي توکو په برخه کې د ارزاقو دولتي شرکت له خدماتو په پوره توګه رضایت وښوود او د ارزاقو دولتي شرکت د خوراکي توکو په برخه کې د خدماتو د لا ښه کیدو په موخه یې خپل وړاندیزونه او مشورې د ارزاقو دولتي شرکت له استول شوي پلاوي سره شریکې کړې.