د ارزاقو دولتي شرکت په پام کې لري چې خپل ۱۸ بابه ګودامونه او شاوخوا ساحه چې د کابل ښار د ترافیکو ریاست شاته موقعیت لري، د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.
راجستر شوي شرکتونه او وړ اشخاص چې پورتنۍ ملکیت ته اړتیا لري، د خبرتیا له خپریدو څخه وروسته دې خپل غوښتنلیکونه د (10) ورځو په جریان کې د ارزاقو دولتي شرکت، املاکو آمریت ته چې د مرکزي سلیو څنګ کې موقعیت لري، وسپارئ او خپله دې د داوطلبي په ورځ چې د ارزاقو دولتي شرکت په مرکز کې ترسره کیږي، حاضر شي. شرطنامه د 3000 افغانیو په بدل کې چې بیرته نه تادیه کیږی، ترلاسه کولی شي. تضمین په نغدي ډول اخیستل کیږي.