د میوند شفاخانه ته د ١٤٠٢ کال د سنبلې میاشتې لپاره د ضرورت وړ جنس چې پکې اعلی درجه وریژه، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، شین چای، لاچي او مالګه شامل وو د ارزاقو دولتي شرکت د تطبیق پروژی آمریت لخوا په ١٤٠٢/٦/٧ نېټه د ګډ هیئت په محضر کې تسلیم شو، په یاده پروسه کې د ارزاقو دولتي شرکت د تطبیق پروژی آمر او همدارنګه د میوند شفاخانه محترم هیئت هم ګډون کړی وو، چې د میوند شفاخانه د ارزاقو دولتي شرکت له خدماتو څخه په بشپړ ډول سره خوښي وښوده.