د ننګرهار ولایت د تدریسی روغتون ته د ١٤٠٢ کال د میاشتنی لپاره د ضرورت وړ جنس چې پکې اعلی درجه وریژه، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، شین چای، لاچي او مالګه شامل وو د ارزاقو دولتي شرکت عمومي مدیریت لخوا د ګډ هیئت په محضر کې تسلیم شو، په یاده پروسه کې د ارزاقو دولتي شرکت عمومي مدیر ښاغلی محمد نعمان نادر او همدارنګه د ننګرهار تدرویسی روغتون محترم هیئت هم ګډون کړی وو، چې د ننګرهار روغتون د ارزاقو دولتي شرکت له خدماتو څخه په بشپړ ډول سره خوښي وښوده.