د ارزاقو دولتي شرکت چې سل سلنه دولتي شرکت دی او د مالیې محترم وزارت تر چتر لاندې د منظور شوې اساسنامې مطابق د هیواد پوهنتونونو لیلیو، روغتونونو او نورو دولتي او خصوصي ادارو ته د هغوئ د اړتیا وړ په لوړ کیفیت خوراکي توکي اکمالوي.
په دې اساس د کابل پوهنتون د راکړل شوي نیازمندي مطابق یاد پوهنتون ته حبوبات لکه 19600 کیلو ګرامه اعلی وریجي، د ارزاقو دولتي شرکت د تطبیق پروژی آمریت لخوا شبني د 29/07/1402 د ټاکل شوي هیئت په حضور کې اکمال شول.
همدارنګه د نورو تازه خوراکي توکو اکمال لکه (فصلي ترکاري، فصلي میوې، وچه ډوډۍ، هګۍ او غوښه) د لاسلیک شویو قراردادونو مطابق په ورځنۍ توګه یادې لیلیې د هیئت په حضور کې جریان لري.