علی آباد تدریسی روغتون د عقرب میاشتي د راکړل شوي نیازمندي مطابق یا د روغتون ته حبوبات اکمال شو.

د ارزاقو دولتي شرکت چې سل سلنه دولتي شرکت دی او د مالیې محترم وزارت تر چتر لاندې د منظور شوې اساسنامې مطابق د هیواد پوهنتونونو لیلیو، روغتونونو او نورو دولتي او خصوصي ادارو ته د هغوئ د اړتیا وړ په لوړ کیفیت خوراکي توکي اکمالوي.

په دې اساس د علی آباد تدریسی روغتون د عقرب میاشتي د راکړل شوي نیازمندي مطابق یا د روغتون ته حبوبات لکه  2400 کیلو ګرام اعلی وریجي، 900 کیلوګرام اعلی غوري، 280 کیلوګرام لوبیا، 72 کیلوګرام شیني چاي، 120 کیلو ګرام مالګه، 480 کیلوګرام اعلی بوره، 280 کیلوګرام اعلی خام نخود، 280 کیلوګرام دال نخود، 480 کیلوګرام اعلی وچي شیدي 24 کیلو ګرام قورمه مصاله د ارزاقو دولتي شرکت د تطبیق پروژی آمریت لخوا سه شبني د 04/08/1402 د ټاکل شوي هیئت په حضور کې اکمال شول.

همدارنګه د نورو تازه خوراکي توکو اکمال لکه (فصلي ترکاري، فصلي میوې، وچه ډوډۍ، هګۍ او پسه غوښه) د لاسلیک شویو قراردادونو مطابق په ورځنۍ توګه یادې لیلیې د هیئت په حضور کې جریان لري.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *