محترم رفیع الله نوري د آزادې سیالۍ له ازموینې وروسته د ۱۴۰۲ کال د زمري د میاشتې په ۱۰ نیټه د چهارشنبې په ورځ د ارزاقو دولتي شرکت د بشري منابعو د آمر په توګه معرفي او رسماً په دنده پیل وکړ.

محترم رفیع الله نوري د آزادې سیالۍ له ازموینې وروسته د ۱۴۰۲ کال د زمري د میاشتې په ۱۰ نیټه د چهارشنبې په ورځ د ارزاقو دولتي شرکت د بشري منابعو د آمر په توګه معرفي او رسماً په دنده پیل وکړ.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د ارزاقو دولتي شرکت اجرائيوي رئيس محترم مولوي عبدالرزاق رفيع وويل، چې د ارزقو دولتي شرکت په څانګو کې د افرادو په ګمارنې سره به د دې رياست د کارونو په ښه والي کې د پام وړ پرمختګ وشي.

ښاغلی رفیع الله نوري د رقابتي ازموینو له تر لاسه کولو وروسته په دې پوست وټاکل شو.

په ورته وخت کې د ارزقو دولتي شرکت د بشري منابعو آمر محترم رفیع الله نوري ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د دغه شرکت د بشري منابعو ریاست او نورو څانګو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي او په هر اړخیزه توګه به همکاري وکړي.

په ارزقو دولتي شرکت کې د وړ کارکوونکو ګمارنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې د ټولنیزو شبکو له لارې د ازادې سیالۍ په موخه دغه شرکت خالي بستونه اعلان کړل.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *