په غزني او ننګرهار ولایتونو کې د ارزاقو دولتي شرکت پر ملکیتونو د خصوصي سکټور د مشارکت په توګه د پانګونې پروژه؛

د ارزاقو دولتي شرکت د املاکو ریاست د هلو ځلو په پایله کې د شهزاده صافي ساختماني شرکت د (۶۳۰۰۰) افغانیو په ارزښت د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د دغه شرکت له ملکیت څخه د ۱۶۵۰ متر مربع ځمکې په ارزښت د پانګونې قرارداد لاسلیک شو. او د ایمل جهان ساختماني شرکت لخوا د غزني ښار په دریم پلان سیمه کې د دغه شرکت د ملکیت له ۱۹۰۱ متر مربع ځمکې څخه د (۷۴۰۰۰) افغانیو په ارزښت د پانګې اچونې قرارداد د عامه شرکتونو د قانون په نظر کې نیولو سره. او د عامه او خصوصي مشارکت قانون په پړاوونو کې د محترمو باصلاحیته مقاماتو له لارې تصویب او د مالیې وزارت د محترم مقام له تصویب وروسته د افغانستان اسلامي امارت د پورتنیو پروژو د تطبیق په اړه د ارزاقو د پورته ذکر شوي ولایتی اداراتو ته خبر ورکړل شو.

د پورتنیو پروژو په پلي کیدو سره د ښار په جوړونې او ښکلا سربیره په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار او فعالیت زمینه برابره شوې او خصوصي سکتور او پانګه وال یې هڅولي دي چې په اسلامي چارو کې برخه واخلي. د افغانستان امارت د ارزاقو دولتي شرکت او خصوصی سکتور د ښه عاید دی.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *