کونړونو ولایت د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لیلې ته د ١٤٠٢ کال د میزان میاشتې لپاره د ضرورت وړ جنس چې پکې اعلی درجه وریژه، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، شین چای، لاچي او مالګه شامل وو د ارزاقو دولتي شرکت عمومي مدیریت لخوا په 1402/7/6 نېټه د ګډ هیئت په محضر کې تسلیم شو، په یاده پروسه کې د ارزاقو دولتي شرکت عمومي مدیر کریم خان ”کلیوال“ او همدارنګه د سید جمال الدین افغاني پوهنتون محترم معاون صاحب هم ګډون کړی وو، چې د پوهنتون معاون د ارزاقو دولتي شرکت له خدماتو څخه په بشپړ ډول سره خوښي وښوده.