د ارزاقو دولتي شرکت چې سل سلنه دولتي شرکت دی او د مالیې محترم وزارت تر چتر لاندې د منظور شوې اساسنامې مطابق د هیواد پوهنتونونو لیلیو، روغتونونو او نورو دولتي او خصوصي ادارو ته د هغوئ د اړتیا وړ په لوړ کیفیت خوراکي توکي اکمالوي.
په دې اساس د جوزجان پوهنتون د راکړل شوي نیازمندي مطابق یاد پوهنتون ته حبوبات لکه (وریجي، لوبیا، غوړي، نخود، د خوړو مالګه، چای، بوره) د ارزاقو دولتي شرکت د جوزجان ارزاقو عمومی مدیریت لخوا شبني د 15/07/1402 د ټاکل شوي هیئت په حضور کې اکمال شول.
همدارنګه د نورو تازه خوراکي توکو اکمال لکه (فصلي ترکاري، فصلي میوې، وچه ډوډۍ، هګۍ او غوښه) د لاسلیک شویو قراردادونو مطابق په ورځنۍ توګه یادې لیلیې د هیئت په حضور کې د جوزجان د ارزاقو عمومی مدیریت لخوا جریان لري.