ارزاقو دولتي شرکت د اجرائیه کميټې غونډه د شرکت د اجرائیوي رئیس قدرمند مولوي عبدالرازق رفیع تر مشرۍ لاندي د کمېټې د غړو په شتون کې د چهار شنبې ورځ د ماسپښین دوه بجې 27/02/1402 نېټې سره سمون خوري د ریاست مقام کي تر سره شوه.

د ارزاقو دولتي شرکت د اجرائیه کميټې غونډه د شرکت د اجرائیوي رئیس قدرمند مولوي عبدالرازق رفیع تر مشرۍ لاندي د کمېټې د غړو په شتون کې د چهار شنبې ورځ د ماسپښین دوه بجې 27/02/1402 نېټې سره سمون خوري د ریاست مقام کي تر سره شوه.

په لومړي سر کي قدرمند مولوي صاحب د تیري ناستي په اړه له مربوطه مسؤلینو نه معلومات حاصل کړل، او وروسته یې ټول اړونده مسؤلین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه او زیاته یې کړه چې د دولتي شرکت له رامنځته کولو موخه د اساسي او غیر اساسي فعالیتونو له درکه د عوایدو په لاس راوړل دي.

چې  دا د شرکت د ټولو کارمندانو ایمانی دنده ده تر څو د عوایدو را ټولول، ګټورتوب او مثمریت برخه کي خپله هڅه او زیار وکاږي.

په یاده ناسته کې په ځینو مهمو مالي، اداري او تدارکاتي، موضوع ګانو باندي بحث او په اړه یې مهم تصمیمونه ونیول شول.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *