د ارزاقو دولتي شرکت اړوند جایدادونو د تثبیت او قیمتایښودنې لپاره ټاکل شوي ګډ هیئت د سه شنبې په ورځ په (1402/03/02) نېټه کندز ولایت ته سفر وکړ، د کندز ولایت کې یې د ارزاقو دولتي شرکت له جایدادونو لیدنه وکړه او د ټولو جایدادونو د تثبیت او قیمت ګذاري چاري یې د مختلفو ارګانونو لخوا (د مالیې، اقتصاد او ښار جوړوني محترمو وزارتونو) ټاکل شوي نمایندهګانو او د کندز ولایت د ارزاقو عمومي مدیر په حضور کې تر سره شوې.