ارزاقو دولتي شرکت د املاکو د ارزونې بورډ د سې شنبې په ورځ په 13/03/1402 نېټه د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په دوام سرپل ولایت ته سفر وکړ

د ارزاقو دولتي شرکت د املاکو د ارزونې بورډ د سې شنبې په ورځ په 13/03/1402 نېټه د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په دوام سرپل ولایت ته سفر وکړ او د سرپل ولایت له مرستیال او سرپرست جلالتمآب محمد نادر حقجو، د سرپل ولایت له سرپرست محترم مصطفی مستوفي او د سرپل ولایت له عدلیې رئیس سره یې وکتل.

د ارزاقو دولتي شرکت د املاکو د ارزونې او ثبات محترم ګډ پلاوي د سرپل ولایت له والي سره د کتنې په ترڅ کې په سرپل ولایت کې د ارزاقو دولتي شرکت د املاکو د ثبات او نرخ په اړه خبرې وکړې او د سرپل ولایت مقام او د نورو ادارو له غوښتنې سره سم یې د ارزاقو دولتي شرکت د ملکیتونو د ثبات او نرخ په اړه د سرپل ولایت مقام ته معلومات ورکړل.

په ورته وخت کې د سرپل ولایت مقام د ملکیتونو د ثبات او نرخونو د تنظیم ګډ پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د سرپل ولایت د ارزاقو د عمومي مدیریت له کړنو څخه یادونه وکړه او د سرپل ولایت د ارزاقو عمومي مدیر ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دې کتنه کې چې د دغه شرکت د مرکز استازي ښاغلي انجنیر محمد اشرف او د سرپل ولایت د ارزاقو عمومي مدیر ښاغلي فضل الدین امید هم حضور درلود. او د سرپل ولایت په مرکز او سانچارک ولسوالۍ کې د یوه ګډ پلاوي په حضور کې د شرکت د املاکو د ثبات او نرخونو موضوع تر سره شوه.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *