تجارتی اسناد

په ارزاقو دولتي شرکت کې د پانګونې فرصتونه؛

د ارزاقو دولتي شرکت د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت تر چتر لاندې د دولتي شرکتونو د قانون مطابق،منظور شوې اساسنامې او نافذه قوانینو په رڼا کې خپل سوداګریز فعالیتونه پر مخ وړي. د ارزاقو دولتي شرکت دستراتیژیک او کلني پلانونو لمخې هغه پروژې او برنامې چې په نظر کې لري تطبیقوي، په دې برنامو او پروژو کې د داخلي او خارجي خصوصي سکتور لپاره د عامه او خصوصي ګډون یا PPP د قانون لمخې د پانګونې فرصتونه موجود دي. د خصوصي سکتور داخلي او بهرني پانګه اچوونکې کولای شي د ارزاقو دولتي شرکت سره په لاندې پروژو او برنامو کې د مشارکت له لارې په تعین شویو شرایطو پانګونه وکړي:

  • د شرکت په جایدادونو کې د پانګه اچونې فرصتونه
  • په ارتزاقي پروژو کې د پانګه اچونې فرصتونه
  • د ځنځنیري مغازو ( Chain of Super Stores ) په برنامو کې د پانګه اچونې فرصتونه
  • د روب د تولید فابریکې د جوړولو په برخه کې د پانګه اچونې فرصتونه
  • د نباتي غوړو فابریکې جوړولو لپاره د پانګه اچونې فرصتونه
  • د سړو خونو جوړولو په برخه کې د پانګه اچونې فرصتونه